چین او پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي چې 'ټول ګډونی سیاسي جوړښت' رامنځته کړي او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي - BBC News پښتو (2024)

چین او پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي چې 'ټول ګډونی سیاسي جوړښت' رامنځته کړي او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي - BBC News پښتو (1)

د عکس سرچینه، Getty Images

د مطلب په اړه جزییات
  • Author, سمیع الله موسی زی
  • دنده, بي بي سي

چین او پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې دې یو ټول ګډونی سیاسي جوړښت رامنځته کړي او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي.

د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له یوې غونډې وروسته ګډ بیان کې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار شوی. ګډ بیان کې پر چینايي انجینرانو د وروستي برید په اړه ویل شوي چې پاکستان به د دې برید عاملین د عدالت منګولو ته سپاري او د چینايي کارکوونکو د امنیت لپاره به لا ډېر اغیز لرونکي ګامونه اخلي.

دا له کله چې پاکستان کې نوی حکومت واک ته رسېدلی او پر چینايي انجینرانو یو بل مرګونی برید شوی د چین او پاکستان د لوړ کچ چارواکو لومړۍ لیدنه ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل چینايی سیال په بلنه چین ته تللی او هلته له خپل چینايي سیال سره پر دوه اړخیزه اړیکو، پاکستان کې د چین پر پانګونې او د افغانستان د مسئلې په اړه غږیدلي دي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ بیان کې په افغانستان کې د یوه ټول ګډوني سیاسي جوړښت پر رامنځته کولو ټينګار شوی. دغه راز له طالبانو غوښتنه شوې چې منځلارې تګلاره غوره کړي، له ګاونډیو هېوادونو سره ښه اړیکي وپالي، ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي او پرینږدي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو موخو لپاره وکارول شي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ بیان کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه به افغانستان کې د پایښت لرونکي پرمختګ او نړیوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره مثبت او رغنده رول ولوبوي.

که څه هم دې وروستیو کې د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ اړیکي ترینګلي بریښي، خو چین او پاکستان هغه دوه هېوادونه بلل کېږي چې له طالبانو سره یې ښه اړیکي پاللي دي.

پاکستان ټينګار کوي چې د پاکستاني طالبانو ډله له افغانستانه پر پاکستان بریدونه تنظیموي. چین هم افغانستان کې د شرقي ترکستان ډلې د حضور په اړه اندېښنې لري، خو د طالبانو حکومت تل ټينګار کړی چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي. طالبان افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور خبره هم نه مني، چې په اړه یې د سیمې ګڼو هېوادونو هم اندېښنې ښودلي دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دې لیدنې سره هم مهال د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ارګاشیف هم بیجینګ ته تللی او له خپل چینايي سیال سره یې د افغانستان او سیمې په اړه خبرې کړي دي. ورته مهال د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره د افغانستان پر مسئله خبرې کړې دي. دا لیده کاته داسې مهال کېږي چې ویل کېږي راتلونکو څو اونیو کې د افغانستان په اړه دملګرو ملتونو په مشرۍ دوحه کې دریمه غونډه ترسره کېږي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ بیان کې پاکستان ژمنه کړي چې پر چینايي انجینرانو د وروستي برید عاملین به د قانون منګولو ته سپاري او په پاکستان کې د چینايی وګړو د امنیت لپاره به لا نور کوټلي او اغېز لرونکي ګامونه پورته کوي.

چین په پاکستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پروژې لري او لوی شمېر چینایان دغو پروژو کې کار کوي. پر چینايی انجینرانو وروستی برید په تېره مارچ میاشت کې شوی وو، په دې ځانمرګي برید کې پنځه چینايي انجینران چې په داسو بند کې یې کار کاوه ووژل شول. په دې سره د دې بند کارونه وځنډول شول. له برید وروسته پاکستاني چارواکو په دې برید کې د پړې ګوته افغانستان ته ونیوله او ادعا یې وکړه چې د برید په تړاو یې د افغان وګړو په ګډون ۱۲ تنه نیولي دي.

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ بیان کې له هر ډول ترهګرۍ سره پر مبارزې او پر وړاندې یې په نه زغم ټينګار شوی. دواړو هېوادونو ژمنه کړې چې دې لړ کې به همکاري لا پراخوي.

پاکستان کې د چین په مرسته پیل شوې پروژې د چین او پاکستان اقتصادي کوریډور یا سي پیک په اړه په دې بیان کې راغلي چې دا پروژه به د پاکستان د لومړیتوبونو او پرمختیايي چوکاټ سره سم پرمخ ځي.

چین او پاکستان د طالبانو له حکومته غوښتي چې 'ټول ګډونی سیاسي جوړښت' رامنځته کړي او له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي - BBC News پښتو (2024)
Top Articles
Latest Posts
Article information

Author: Velia Krajcik

Last Updated:

Views: 6193

Rating: 4.3 / 5 (74 voted)

Reviews: 81% of readers found this page helpful

Author information

Name: Velia Krajcik

Birthday: 1996-07-27

Address: 520 Balistreri Mount, South Armand, OR 60528

Phone: +466880739437

Job: Future Retail Associate

Hobby: Polo, Scouting, Worldbuilding, Cosplaying, Photography, Rowing, Nordic skating

Introduction: My name is Velia Krajcik, I am a handsome, clean, lucky, gleaming, magnificent, proud, glorious person who loves writing and wants to share my knowledge and understanding with you.